Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې سږ کال د ګنيو حاصلات ۸۹ زره مټریک ټنو ته رسېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت د درېيو ولسواليو پر ۱۹ سوه او ۵۳ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې سږ کال به ترې شاوخوا ۸۹ زره مټریک ټنه حاصلات راټول شي.

د ننګرهار له ګنيو څخه د ګنډيريو او شربت ترڅنګ ګوړه هم جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې له ګنيو څخه د ګوړې جوړولو ۱۴۴ ګاڼۍ موجودې دي چې لسګونه کسانو ته په کې د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ چې ډېرې اوبه لري د ګنيو کښت په کې ښه حاصلات ورکوي او د ګوړې جوړولو ډېرې ګاڼۍ هم په کې شته دي.

د کامې ولسوالۍ کروندګر له حکومته غواړي چې دوی ته دې د چارو د اسانتيا لپاره نوي او عصري وسايل ورکړي چې هم په اسانۍ د ګنيو کښت پرې وکړي او هم له ګنيو ګوړه په ښه کيفيت او اسانۍ سره توليد کړي.

حکمت‌الله چې په خپل پټي کې يې ګني کرلي او د ګوړې جوړولو ګاڼۍ لري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګنيو توليدات که څه هم ډېر دي، خو د ګوړې توليد لپاره د عصري وسايلو نه شتون دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کامې د ګوړې او ګنيو د خوراک لپاره د ننګرهار له مختلفو ولسواليو خلک ورځي، مېلې کوي او له ځان سره ګوړه هم کور ته وړي.

ميرجلال چې له جلال‌اباد ښاره کامې ته په چکر تللی وايي، هر کال دوی دغه موسم کې له ځان سره وچه مېوه اخلي، کامې ته ځي او هلته فرمايشي ګوړه جوړوي.

هغه وایي: «کله چې کامه کې ګاڼۍ شروع شي زه وچه مېوه لکه بادام، چارمغز او پلي اخلم بيا له ملګرو سره راځم هم ګني خورو، هم د ګوړې سانجق او هم بيا دغه وچه ميوه ګوړې سره يوځای کوم او ګوړه ترې جوړوم نو د مېلمنو ښه قدر پرې کېږي.»

بلخوا د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني پژواک ته وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې په زیاته اندازه ځمکه ګني کرل شوي چې سږنی حاصل يې تر ۸۹ زره مټریک ټنه اټکل شوی دی.

هغه وايي چې کامه، کوز کونړ او بټي‌کوټ د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې تر ټولو ډېر ګني په کې کرل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په داسې حال کې تېر کال په دغه ولایت کې پر ۱۶۵۰ هکتار ځمکه ګني کرل شوي وو او شاوخوا ۷۵ زره مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و، خو سږ کال پر ۱۹۵۳ هکټاره ځمکه کرل شوو ګنيو ۸۹ زره مټریک ټنه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

د يادونې ده چې د ننګرهار له ګنیو څخه ترلاسه شوې ګوړه نه يواځي د هېواد په کچه مشهوره ده، بلکې بهر کې هم مينه‌وال لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.