کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، افغانستان کې یې زرګونه بندیانو ته ژمنۍ مرستې وېشلې دي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې تېره ورځ (دوشنبې) پر اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، بندیان باید په ژمي کې یوازې پرې نه ښودل شي.
یاد بنسټ زیاته کړې، ۱۷ زره او ۸۰۴ زندانیانو ته یې د مرستو کڅوړې وېشلې دي.
د سره صلیب په وینا، د مرستو په یادو کڅوړو کې پټوګان، کمپلې او جورابې شامل دي.
یادې کمېټې زیاته کړې، د یادو مرستو وېشلو موخه دا ډاډ ترلاسه کول دي چې باید له ټولو بندیانو سره پرته له دې چې په کوم دلیل نیول شوي، غوره چلند وشي.
له بلخوا، دا نه ده په ډاګه شوې چې یادې مرستې د کوم زندان زندانیانو ته وېشل شوې دي.
د یادونې ده، د ژمي په رارسېدو سره بېلابېلو ځایونو کې د هېواد له اوسېدونکو سره د ملي او نړۍوالو بنسټونو مرستې ډېرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP