ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبداللهیان: ملګري ملتونه دې ایران کې د افغان کډوالو په اړه خپل مسوولیت ادا کړي

عبداللهیان: ملګري ملتونه دې ایران کې د افغان کډوالو په اړه خپل مسوولیت ادا کړي

author avatar
14 Dec 2023 - 15:10
عبداللهیان: ملګري ملتونه دې ایران کې د افغان کډوالو په اړه خپل مسوولیت ادا کړي
آرشیف
author avatar
14 Dec 2023 - 15:10

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي، ملګري ملتونه دې ایران کې پناه‌غوښتونکو، په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې له پنځه میلیونه ډېر افغان کډوالو په اړه خپلو دندو ته پاملرنه وکړي.

د ایرنا اژانس راپور له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان جینوا ښار کې د کډوالو نړۍوالې ټولنې ناسته کې خبریالانو ته ویلي: «ملګري ملتونه او د کډوالو عالي کمیساري دې د کډوالو مېشتېدنې، زده‌کړو، هوساینې، په ځانګړې توګه په ایران کې له پنځه میلیونه ډېرو موجودو کډولو وضعیت ته پاملرنه وکړي.»

هغه څرګنده کړې، هیله لري څو یادې ناستې عملي پایلې ولري او یوازې په خبرو بسنه ونه شي.

ورته مهال، د تنسیم اژانس هم د عبداللهیان له قوله راپور ورکړی چې هغه په یاده ناسته کې ویلي، له ۴۵ څخه ډېر کلونه کېږي چې ایران د کډوالو کوربه پاتې شوی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضایي ستونزو د جدي حل غوښتنه وکړه او دغه کار یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي دوه اړخیزو اړیکو ساتلو برخه کې اړین وباله.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.