لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د هلمند د دوو ولسوالیو له روغتونونو سره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د دوو امبولانسونو مرسته وشوه.
د باران موسسې ولایتي مسوول ډاکټر صبغتالله ذاکر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه امبولانسونه یې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په مالي ملاتړ د هلمند ګرمسېر او ګرشک ولسوالیو روغتونو ته ورکړل.
هغه وویل چې د هر امبولانس بیه ۷۵ زره امریکایي ډالره ده.
د هغه په خبره، دغه امبولانسونه به په یادو ولسوالیو کې د روغتیا ځالو لپاره خدمات وړاندې کوي او د ناروغانو لېږدولو برخه کې به ترې کار اخیستل کېږي.
هغه دغه راز وویل چې د یادو موټرو د تېلو لګښت او چلوونکو معاشونه د باران موسسې له لوري ورکول کېږي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نقیبالله فاتح هم وایي چې د یادو ولسوالیو روغتونو کې د امبولانسونو شتون ډېر زیات اړین دی.
هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به ناروغان پر وخت روغتونونو ته انتقالېږي او د مور او ماشوم مړینې کچه کې به هم ټیټوالی راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP