قلعهنو (پژواک،۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ولایت کې بشري مرستې په غیرعادلانه ډول وېشل کېږي، خو مسوولین وايي چې تر اوسه یې په دې اړه کوم شکایت نه دی ثبت کړی او د سرغړوونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
هغوی وايي، د مرستو ډېره برخه د مرستندویه بنسټونو له لوري د خپلوۍ او اړیکو پاللو پر اساس وېشل کېږي.
د باغیس اوسېدونکی ۳۲ کلن سیدمحمود پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د بشري مرستو د ناعادلانه وېش او اړمنو کسانو ته یې له نه رسېدو شکایت کوي.
هغه چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي یې ورپه غاړه ده، وايي چې خپلې کورنۍ ته د یو ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره سهار تر ماښامه په قلعهنو ښار کې په کار پسې ګرځي.
هغه زیاته کړه، که څه هم چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره څو ځله مرستندویه بنسټونو ته ورغلی، خو تر اوسه یې هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او ادعا کوي چې ډېری مرستې د پېژندګلوۍ له مخې وېشل کېږي او مستحقو کسانو ته نه رسېږي.
نوموړي زیاته کړه: «زه د ابکمري له ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز قلعهنو ښار ته راکډه شوم څو وکولای شم د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړم او اوس په یوه کرايي کور کې اوسېږم، که څه هم تراوسه مې څو ځله عریضه کړې، خو هیڅ مرسته نه ده راسره شوې.»
د باغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی غلامسخي هم ورته شکایت لري او وايي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره یې څلور میاشتې مخکې غوښتنه کړې، خو تر اوسه هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.
هغه هیله لري چې د بشري مرستو د وېش له لړۍ جدي څارنه او د سرغړوونکو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه: «ډېرې مرستې اړمنو کسانو ته نه ورکول کېږي او هغه کسانو ته ورکول کېږي چې واسطه ولري، موږ له دولته هیله لرو چې د ناوړه استفادهکوونکو مخه ونیسي.»
له دې ټولو سره سره، د چارو شنونکي په غیرعادلانه توګه د بشري مرستو وېش بهیر دوام خطرناک بولي.
بادغیس کې د پوهتنون استاد عبدالواحد پارسا وايي چې ناکافي مرستې او خلکو ته د مرستو په وېش کې د مرستندویه بنسټونو نه خپلواکي، د دې لامل شوې څو یادې مرستې په غیرعادلانه توګه ووېشل شي.
هغه زیاته کړه چې د مرستو په وېش کې د مرستندویه بنسټونو خپلواکي او د حکومت څارنه، د سیمې له خلکو سره د دغو بنسټونو همغږي، د خلکو شکایتونو ته د رسېدو لپاره د حکومت له لوري د ځانګري ادرس رامنځته کول او د زورواکو مخنیوی د دې ستونزې حللارې دي.
هغه وايي: «مرستندویه بنسټونه باید د سیمې له خلکو سره همغږي ولري او اړمن کسان د خلکو له لارې معلوم کړي او دغه راز د زورواکو لاس لنډ کړي څو د دې ستونزې مخه ونیول شي.»
په همدې حال کې، د بادغیس سیمهییز مسوولین که څه هم په دغه ولایت کې د مرستو غیرعادلانه وېش نه ردوي او نه یې هم تاییدوي، خو وايي، په دې اړه تر اوسه هیڅ شکایت له دوی سره نه دی ثبت شوی.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیعالله متقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې اسلامي امارت په بنسټونو کې د شفافیت په تړاو خپل مسوولیت ترسره کړی چې دغه کار د موسسو په کړنو کې شفافیت رامنځته کېدو لامل شوی دی.
که څه هم هغه په ناعادلانه ډول د مرستو د وېش له بهیره بېخبري ښيي، خو زیاتوي، اسلامي امارت به د دغه ډول پېښو په لیدو سره له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.
هغه وویل: «اسلامي امارت هڅه کوي څو په موسسو کې شفافیت راولي او ډېر شفافیت هم راغلی، هغه مسوولیت چې د اسلامي امارت اړوند کېږي هم ادا شوی، د اسلامي امارت مسوولین د دې موضوع په جریان کې دي او که خبر شي، ځای پر ځای یې مخنیوی کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت پر مهال هم د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د فساد شتون له امله شکایتونو کېدل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP