[restrict paid="true"]
غزنيښار (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو محصولاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
ددغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدادریس حنیف رسنیو ته وویل چې یاد نندارتون یې د دغه ولایت د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ په موخه جوړ کړی دی.
هغه زیاتوي، دلته د مالدارۍ اړوند او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي او پلورل کېږي، له دې څخه موخه کرنې او مالدارۍ ته د خلکو هڅول دي.
د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال هم د دغه نندارتون جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې د کرنیزو توکو لپاره د بازارموندنې برخه کې ګټور تمامېږي.
د نندارتون یوه ګډونوال دُرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ له برکت کلي دغه نندارتون ته راغلی او دا لومړی ځل دی چې خپل کرنیز محصولات نندارې ته ږدي.
نوموړي زیاته کړه: «زموږ محصولاتو کې تازه مېوې او سبزیجات، لبنیات او رب دي، موږ یې په کور کې جوړوو؛ همدارنګه لاسي صنایع هم لرو چې نندارې ته مو ايښي دي.»
د پیرمحمد په نوم یو بل ګډونوال چې له قرهباغ ولسوالۍ خپل لبنیات ننداراې ته راوړي وو، پژواک اژانس ته وویل چې په خپل کور کې تولید کړي توکي لکه کورت، زېړ غوړي، قیماق، شات، ځیره او نور راوړي دي.
هغه وایي چې دا توکي ښه پلور لري او مینهوال یې ډېر دي.
د زاهدالله په نوم یو بل کس چې له دغه نندارتونه د لیدنې په موخه راغلی و، پژواک ته وویل، دغه ننداتون د غزني د اقتصادي ودې لپاره ګټور ثابتېدای شي.
هغه زیاتوي چې د وطني تولیداتو د ودې لپاره د ورته نندارتونونو جوړېدل ډېر ګټور دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP