ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ځيني غالۍ پلورونکي: حکومت دې د غالیو صادراتو لګښت کم کړي

د کابل ځيني غالۍ پلورونکي: حکومت دې د غالیو صادراتو لګښت کم کړي

author avatar
19 Dec 2023 - 10:16
د کابل ځيني غالۍ پلورونکي: حکومت دې د غالیو صادراتو لګښت کم کړي
author avatar
19 Dec 2023 - 10:16

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د کابل ښار ځيني غالۍ پلورونکو د غالیو د بازار نه شتون ته په اشارې، له سرپرست حکومته غواړي، څو د غالیو پر صادراتو لګښت کم کړي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه دې هوایي دهلېزونه فعال کړي.

هغوی دغه راز له حکومته غواړي چې په هېواد کې دننه دې د غالیو نندارتونه جوړ کړي او د دوی د ګډون زمینه دې په نړۍوالو نندارتونونو کې برابره کړي.

د افغانستان غالۍ چې په نړۍ کې د ښې اوبدنې او ښو رنګونو له پلوه ځانګړی شهرت لري، خو غالۍ پلورونکي د غالیو پلور بازار له نشتوالي شکایت لري او وایي چې په اونۍ کې یوه غالۍ هم نه پلورل کېږي.

د غالیو یو پلورونکی محمدیوسف وایي چې تېرو وختونو کې یې په اوسط ډول په میاشت کې ۱۰ غالۍ پلورلې خو له سیاسي بدلون وروسته اوس په میاشت کې څلور غالۍ هم نه پلورل کېږي.

هغه د غالیو د پلور کمېدو ته اندېښمن دی او له حکومته غواړي څو د غالیو صادراتو لګښت کم کړي او د لا اسانتیاو په موخه دې هوایي دهلېزونه فعال کړي.

په ورته وخت کې د غالیو یو بل پلورونکی حامد روف چې له ۵۲ کلونو راهیسې غالۍ پلوري، وایي چې دې ورځو کې د دوی د پلور بازار ۸۰ سلنه کم شوی دی.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې بهرني ګرځندویان کم دي او د خلکو اقتصاد کمزوری شوی، نو له همدې امله یې په هېواد کې پلور خراب شوی، خو زیاته یې کړه چې تر اوسه د افغانستان د غالیو نړۍوال بازار ښه دی او بېلابېلو هېوادونو ته صادرات لري.

دا غالۍ پلورونکي له حکومته غواړي څو د دوی لپاره د صادراتو لګښتونه کم کړي او هوایي دهلېزونه دې فعاله کړي.

هغوی دغه راز له حکومته غواړي چې د بهرنیو هېوادونو د راجلبولو په موخه دې په هېواد کې دننه د غالیو نندارتونه جوړ کړي او د دوی د ګډون زمینه دې په نړۍوالو نندارتونونو کې برابره کړي څو وکولای شي چې په هېواد کې جوړې شوې غالۍ نړۍ ته وښیي.

په ورته وخت کې اخندزاده عبدالسلام جواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند پژواک ته وویل چې تېرو ۷ میاشتو کې یې د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت ۵۸۰ متر غالۍ امریکا، اتریش، فرانسه، کاناډا، کويټ، متحده عربي امارتو، هند او نورو هېوادونو ته صادرې کړې دي.

د هغه په خبره، د روان کال له پیله تر اوسه یې په هېواد کې ۱۳ نندارتونونه جوړ کړي او دغه وزارت هڅه کوي چې د داخلي تولیداتو لپاره لا ډېر نندارتونونه جوړ کړي.

هغه وویل اوسمهال هم د هېواد له هوایي ډګرونو صادرات روان دي، خو زیاته یې کړه: «موږ هڅه کوو چې له بېلابېلو هېوادونو سره د هوایي دهلېز له لارې وصل واوسو.»

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.