فیضاباد (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې د دغه ریاست فني او تخنیکي ټیم د بدخشان ولسوالیو ته سفر کړی او ۱۷ تاریخي ابدې او لرغونې سیمې یې پېژندلې دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور او هنر امر محمدعارف فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کارکوونکو جوړ فني او تخنیکي ټیم په روان کال کې د دغه ولایت ولسوالیو ته سفر کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې جرم ولسوالۍ کې د میر غیاثالدین غیاثي چلهخانه، خاش ولسوالۍ کې د صوفي عبدالرشید جومات، اشکاشم کې د عبدالرحمن ابن عوف مقبره، د خواجه حمیدالدین زریري مقبره، د کشم ولسوالۍ په قلعهکهنه سیمه کې «شهدا او کاروان سرا» چې هر یو له ۱۰۰ کلونو ډېر تاریخي لرغونتیا او د اسلامي دورې سبک او معماري لري، د تاریخي ابدو په توګه پېژندل شوي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت شوې دي.
فاروقي دغه راز وویل چې پر دې سربېره ۱۱ نورې لرغوني سیمې هم شته، چې په اشکاشم ولسوالۍ کې د عسکري قشله، د وردوج ولسوالۍ پخوانۍ سرای، د جرم ولسوالۍ زړه کلا، د سرلولې چلیمک مقبره، د شهران زړه کلا، خاش ولسوالۍ کې د بقلک کافر کلا، په تګاب کې د عاجل کلا، شهدا ولسوالۍ کې د مزار سرغیلان زیارت، زیباک ولسوالۍ کې د لیوني پاچاه زیارت او جرم کې د مولانا میرزا شاه اخګر حجره د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د لرغونو سیمو په توګه ثبت شوي او ساتنه ترې کېږي.
هغه وايي: «د بدخشان ولایت د لرغونو سیمو او تاریخي ابدو له اړخه یو له بډایه ولایتونو دی، د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو بډايه کول د تېرو نسلونو کلتوري هويت، سبک، د ژوند طریقه او معماري راتلونکو نسلونو ته لېږدوي، موږ ځان مکلف ګڼو چې ساتنه یې وکړو.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور او هنر امر زیاته کړه چې تېرو کلونو کې ۲۱ تاریخي ابدې او ۱۰ لرغوني سیمې په یاد ولایت کې ثبت او پېژندل شوې وي چې ځینې یې د ناامنۍ له امله زیانمنې شوې او هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو او د امنیت په ټینګښت سره یاد ریاست توانېدلی چې د خپلو سروېګانو او کره ارزونو په لړ کې ډېرې تاریخي ابدې او لرغونې سیمې ثبت کړي.
هغه زیاتوي، په يمګان کې د حکيم ناصر خسرو مقبرې، د فيضاباد پل خشتي او د فيضاباد ښار بنسټ اېښودونکي مير ياربيک خان ولي د مقبرې په ګډون په دغه ولايت کې يو شمېر تاريخي ځايونه چې پخوا ترمیم شوي وو، بيارغونې ته جدي اړتيا لري.
هغه په کلتوري برخه کې د بودجې نه شتون او د اداري تشکيلاتو کمښت د اندېښنې وړ بولي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه غواړي چې د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د بدخشان یو شمېر فرهنګپالان د تاریخي ابدو او لرغونو سیمو د ثبت او پېژندنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له اقدامه د هرکلي ترڅنګ وايي، نن تر ټولو لویې تاریخي ابدې په غزني، هرات او بلخ ولایتونو کې دي خو د بدخشان د تاریخي اثارو میراث تر هغه ډېر بډای دی او له بدهمرغه پخوانیو مسوولینو چندان پاملرنه نه ده ورته کړې.
د فرهنګي چاروپوه غلاممحمد اتشپور وايي، د بدخشان د شیوه سیمې پېژندنې په برخه کې چې ۱۴ ښارګوټي لري او د یفتليانو حکومت د اوړي مرکز و او داسې د یو شمېر نورو سیمو په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.
هغه د ۱۷ تاریخي او لرغونو ابدو له ثبت او پېژندنې څخه د خوښي ترڅنګ له اسلامي امارته غواړي چې د بدخشان په کلتوري ولایت کې د لرغونو سیمو او تاریخي ابدو څېړنې، پېژندنې او ثبت ته جدي پاملرنه وکړي او خلک هم د حکومت تر څنګ باید ترې ساتنه او پالنه وکړي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن