[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو له افغان کډوالو سره د ډنمارک کمېټې په مالي همکارۍ ۲۲۰ بزګرانو ته کرنیز ماشینونه ورکړل شول.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض د لېندۍ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ماشینونه د جوار کښت کولو کې استفاده کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دې مرستې موخه دا ده چې په دغه ولایت کې عصري او پرمختللې کرنه وده وکړي او کروندګر له کمې ځمکي ډېر حاصل ترلاسه کړي.
[/restrict]
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن