کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي چې په افغانستان کې ۱۳ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په دغه هېواد کې د ماشومانو او میندو مړینې مخنیوي برخه کې د درملو چمتو کولو او له روغتونونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان رییس تدروس ادهانوم پرون (چهارشنبه) پر اېکسپاڼه د یوه پيغام په خپرولو لیکلي چې په افغانستان کې ۱۳ میلیون کسان چې د ټولو وګړو ۳۰ سلنه جوړوي، له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاته کړې چې نږدې یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ او ۲.۳ میلیون نور له منځنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي.
هغه څرګنده کړې چې په لږ کچه د بشري مرستو استولو له امله ښايي په راتلونکو اونیو یا میاشتو کې دغه شمېر لوړ شي.
هغه زیاته کړې: «د خوارځواکۍ او لوږې د ناوړه پایلو له امله د ماشومانو او افغان ښځو د مړینې مخنیوي په موخه د درملو چمتو کولو او له روغتونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو.»
د نوموړي په وینا، د ژمي په راتلو او د بدن دفاعي سیسټم په کمزوري کېدو سره د میکروبي ناروغیو له امله د مړینې ګواښ ډېر شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم وویل چې چاپان په افغانستان کې د اوبو رسونې، د خوارځواکۍ درملنې او مخنیوي او د ماشومانو د خوړو خوندیتوب برخو کې څلور میلیون ډالر مرسته کړې ده.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن