Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مشهد ښار ګرځنده بازارونو کې د افغانانو پر فعالیت بندیز لګېدلی

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو د مشهد ښار په ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو وګړو پر فعالیت بندیز لګولی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دا فرمان تېره ورځ د مشهد ښار جمعه‌بازار دروازه کې نصب شوی دی.

د راپورونو له مخې، د مشهد د ښاروالۍ د ښاري دندو تنظیم څانګې عامل مدیر حسن کلیدري ویلي: «د خراسان رضوي ولایت مقام د ټولنیز کمېسیون د مصوبې له مخې، په مشهد کې په ټولو ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو وګړو فعالیتونه منع دي.»

یاد فرمان په داسې حال کې صادر شوی چې د خراسان رضوي د بهرنیو وګړو چارو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، په مشهد کې ثبت شوو او د اوسېدنې جواز لرونکو افغانانو شمېر شاوخوا نیم میلیون کسانو ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.