Pajhwok Afghan News

لغمان او اروزګان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مهترلام، ترینکوټ (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲): ځايي مسوولین وایي چې د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ او د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په دوو ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهارشاوخوا ۹ بجې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ ترنګ سیمه کې یوه هایلکس موټر او هندۍ ریکشا ترمنځ د بې احتیاطۍ له امله ترافیکې پېښه رامنځته شوه چې په پایله کې يې د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان مړه‎ او دوه نور ټپیان شول.

د نوموړي په وینا، پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت مسوولین پر وخت رسېدلي، مړي او ټپیان یې د لغمان ولایتي روغتون ته انتقال کړي چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

بلخوا د اروزګان مرکز ترینکوټ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وویل، د مرکز ترینکوټ اړوند په سجاول سیمه کې نن سهار د یوه فلډر موټر او موټرسایکل ترمنځ ټکر وشو‎ چې موټرسایکل چلوونکي په کې ژوند له لاسه ورکړ.

اروزګانی زیاتوي، په دې پېښه کې د موټر دوه سپرلي هم ټپيان شوي دي.

هغه وایي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

Views: 271

Exit mobile version