ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د یو شمېر سیاحتي شرکتونو فعالیتونه ځنډول شوي

بغلان کې د یو شمېر سیاحتي شرکتونو فعالیتونه ځنډول شوي

author avatar
24 Dec 2023 - 15:34
بغلان کې د یو شمېر سیاحتي شرکتونو فعالیتونه ځنډول شوي
author avatar
24 Dec 2023 - 15:34

پلخمري (پژواک، ۳ مرغومی  ۱۴۰۲): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د هغو سیاحتي شرکتونو د فعالیت ځنډولو لړۍ پیل کړې چې د حج او سیاحتي ویزو ورکولو لپاره ځانګړي جوازونه نه لري.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي عزت میر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، ټول هغه شرکتونه چې له جواز پرته هېوادوالو ته د عمرې، حج او سیاحتي ویزو چمتو کولو برخه کې فعالیت کوي، تړي.

هغه زیاته کړه: «بغلان کې یې ویزو چمتو کوونکو شرکتونو ته خبر ورکړی و چې له جواز پرته فعالیت بند کړي؛ ځیني شرکتونه جواز لري او ځینو د جواز ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي خو د طلوع خورشید، نصرت او ایوب نظري په نومونو شرکتونو دروازې چې د فعالیت هیڅ  قانوني اسناد یې نه لرل، وتړل شوې.»

د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې د ټولو شرکتونو اسناد کتل کېږي او هیچا ته له جواز پرته د ویزو برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

حقاني وایي، د دغه کار موخه هېوادوالو ته د لا ښه خدمت او استانتیاوو برابرول دي چې د حج، عمرې او ګاونډي هېوادونو ته تلونکو ناروغانو ته د ویزو ترلاسه کولو بهیر يوازې له حکومت سره د ثبت شوو شرکتونو له لوري په ضمانتي او چټک ډول ترسره شي.

خو په پلخمري ښار کې د ایوب نظري په نوم سیاحتي شرکت مسوول ذکرالله پژواک ته وویل چې د فعالیت جواز لري او دفتر یې د حج او عمرې ویزو لپاره بل ځانګړی جواز نه درلود؛ ځکه تړل شوی دی.

دی وايي چې د فعالیت د جواز یې ممکن یوه میاشت وخت تېر شوی وي خو د حج او عمرې  ويزو لپاره بل ځانګړی  جواز نه لري.

هغه زیاته کړه، د ویزو لپاره ځانګړی جواز سل زره افغانۍ لګښت لري خو دی یې دومره توان اوس نه لري، اړ دی خپل فعالیت ودروي.

ذکرالله وویل، پخوا یې د فعالیت په جواز د هر ډول ویزو چمتو کولو خدمات ترسره کول، خو اوس د عمرې او حج د ویزو لپاره ځانګړی نوې خبره ده چې په نه درلودو یې د ډېرو شرکتونو فعالیتونه ټکني شوي دي.

Views: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.