ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ګوشته کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

د ننګرهار په ګوشته کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
25 Dec 2023 - 14:05
د ننګرهار په ګوشته کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
25 Dec 2023 - 14:05

جلال‌اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.

په دې دښمنۍ کې له يوه لوري يو کس وژل شوی هم دی.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري چې پرون (د مرغومي ۳مه) يې د ګوشتې ولسوالۍ اړوند ماماخېلو سيمه کې د دغو دوو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې په غونډه کې خبرې کولې، وويل هڅه کوي چې په ټول ولايت کې دا ډول دښمنۍ د روغې جوړې له لارې حل کړي.

هغه زياته کړه، د اسلامي امارت د مشر د عمومي عفوې له اعلان سره سم په خلکو کې هم د بښنې فکر پيدا شوی او یو بل ته بښنې کوي.

د ولایت مرستيال وويل، په هېواد کې شاوخوا پنځه څلوېښت کاله جګړه تېره شوې، تېر شل کاله هم بنيادي کارونه نه دي شوي چې ډېر کار ته اړتيا ده.

د ګوشتې ولسوالۍ د استيناف محکمې رييس مفتي جواد د اسلام مبارک دين له نظره سوله او پخلاينه مهمه ياده کړه او خوښي يې وښوده چې د دوو کورنيو ترمنځ دېرش کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

قومي مشر حاجي رحمت ربي وويل، سبزعلي او غلام حبيب په خپلو کې د خپلوۍ رشته لري؛ دېرش کاله مخکې یې د کورني تاوتريخوالي له امله ترمنځ شخړه شوې وه چې له امله يې د سبزعلي ورور وژل شوی و.

نوموړي وويل چې د يادو کورنيو ترمنځ ځیني مالي ستونزې هم وې خو دواړو کورنيو دغه ټول مشکلات د روغې جوړې له لارې حل کړل.

هغه له دواړو اړخونو مننه وکړه چې د مسوولينو، قومي مخورو او علمای کرامو خبرې يې واورېدې او روغه يې وکړه.

په پای کې د سبزعلي او غلام‌حبيب کورنيو غړو يو بل ته د مينې او خلوص غېږې ورکړې، پر خپلو تېرو کړنو يې پښېماني وښوده او ژمنه يې وکړه چې پاتې ژوند به د مينې او ورورولۍ په فضاء کې تېروي.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د قومي منځګړتوب له لارې ورته نورې دښمنۍ هم په دوستۍ بدلې شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.