ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د تریزیو علیشېرو ولسوالۍ قومي مشرانو د مهر حق ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکه

د خوست د تریزیو علیشېرو ولسوالۍ قومي مشرانو د مهر حق ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکه

author avatar
26 Dec 2023 - 18:20
د خوست د تریزیو علیشېرو ولسوالۍ قومي مشرانو د مهر حق ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکه
author avatar
26 Dec 2023 - 18:20

خوست ښار (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د خوست د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ یوشمیر قومي مشرانو، سپين‌ږيږو او ديني عالمانو د يوې پرېکړې له مخې د مهر حق ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکه.

دوی دغه پرېکړه نن د «مرغومي ۵مه» د يوې غونډې پرمهال وکړه چې عملي پيل يې د سيمې د يو ځوان او پېغلې په شرعي نکاح سره وشو.

يادو قومي مشرانو او ديني عالمانو په خپلو خبرو کې وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې دوی په دې اړه کار کاوه څو يې عملي بڼه ورکړه.

د سيمي يوه قومي مشر حاجي مختارالدين جالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا د دوی په سيمه کې تر يو ميليون افغانيو پورې مهر اخيستل کېده چې د ډېرو له وس پورته ده.

نوموړي زیاته کړه، د قومي تړون له مخې ۲۵۰ زره افغانۍ اوسنی مهر او درې تولې عربي سره زر وټاکل شول.

هغه وايي: «زموږ قوم دغو ځوانانو، مشرانو او علما کرامو دا کلکه پرېکړه ده چې که چېرې له دې تړون څخه څوک سرغړونه وکړي، د هغه به په کلي او قوم کې برخه نه وي، له جنازې سره به یې څوک نه ځي، له اخترونو به وتلی وي او  جنازه به یې ملا امام نه کوي.»

د دغې سيمي يوه ځوان حضرت‌الله ستومان پژواک اژانس ته وويل، په اوسنيو حالاتو کې له هېواده د ځوانانو د وتلو يو لوی لامل د زيات مهر اخيستل دي چې په اسانۍ يې نه شي پوره کولی.

نوموړي وایي، د دغه ناوړه دود د مخنيوي لپاره بايد د دوی په څير د نورو سيمو خلک هم راپورته شي، ورته قومي تړونونه وکړي څو ځوانان بهرنيو هېوادونو ته پر تګ اړ نه شي.

ده زياته کړه:«دغه ناوړه فرهنګ په ټول افغانستان کې بدې ريښې کړې دي، زموږ ځوانان يې بدبخته او له هېواده فرار ته اړ کړي. دوی نه شي کولی چې دا لوړ ولور په کور دننه په کمو امکاناتو سره پوره کړي.»

قومي مشر حاجي شکرالله جان د يادې سيمې لومړنۍ کس دی چې ياد قومي تړون ته يې عملي بڼه ورکړه او خپله ورېره يې د سيمې يو ځوان ته په شرعي نکاح ورکړه.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل کومه پرېکړه چې د سيمي قومي مشرانو او ځوانانو کړې، نېک اقدام دی او د ده په څير نور خلک يې بايد پر ځان عملي کړي.

د هغه په خبره، له دې مخکې ولور ډېر لوړ و او هیچا یې د ورکولو توان نه درلود.

قريب‌الله د دغې سيمې هغه ځوان دی چې د ياد قومي تړون پر اساس يې د سيمې له يوې پيغلې سره شرعي نکاح وشوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دی چې په سيمه کې ورته تړون وشو، ځکه وايي مخکې يې د زيات ولور له امله کوژده نه شوای کولی.

د يادونې ده چې د تريزيو د سيمې قومي مشرانو او ديني عالمانو په خپلو خبرو کې د دغه ولايت د نورو سيمو له اوسيدونکو هم وغوښتل چې په خپلو سيمو کې د زيات ولور او نورو ناوړه دودونو د مخنيوي په موخه قومي تړونونه وکړي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.