ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د دوولس جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

غزني کې د دوولس جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

غزني‌ښار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): غزني ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۲ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.

د دغو مراسمو یوه تنظیموونکي قاري محمدغوث کاویش پژواک خبري اژانس ته وویل چې د واده دغه ګډ مراسم یې نن له بې‌وزلو سره د مرستې، په ودونو کې د ډېر لګښت او په ټولنه کې د اخلاقي فساد مخنیوي په موخه نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه، د واده پر یادو ګډو مراسمو چې د ۱۲ جوړو لپاره په پام کې نیول شوي، د مسیر سعادت خیریه بنسټ له لوري ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

هغه وویل چې دا پروسه به په راتلونکي کې هم دوام ولري او هڅه به يې دا وي چې ملي سوداګر او شتمن هم وهڅوي څو په دې برخه کې له ځوانانو سره مرسته وکړي.

دغه راز د دغه واده یوه ګډونوال عبدالرزاق پژواک ته وویل چې په دې خرابو اقتصادي شرایطو کې د ودونو دغه ډول ګډ مراسم نیول یو مثبت کار دی او له کورنیو سره په اقتصادي برخه کې لویه مرسته ده.

هغه پر نورو غزني‌مېشتو هم غږ وکړ چې خپلو ځوانانو ته د واده کولو اسانتیاوې برابرې کړي څو د هغوۍ پر مخ پرتې ټولې ستونزې هوارې شي.

ورته مهال، د دغه واده زومان هم خوښ دي چې په ډېر کم لګښت يې ودونه وشول.

یو زوم سیف‌الرحمن وایي، د واده لګښت یې نه درلود، کلونه کېږي کوژدن و خو اوس یې د یاد بنسټ په مرسته د واده مراسم ترسره شول.

هغه له ملي سوداګرو، مشرانو او حکومته وغوښتل چې د اقتصادي پیاوړتیا او اخلاقي فساد مخنیوي لپاره لاس په کار شي او له نورو ځوانانو سره هم ورته مرستې وکړي.

بلخوا د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار رسنیو ته وویل، د واده په مراسمو کې ډېر اسراف په اسلام کې جایز نه دی او خلک باید خپل ودونه له ډېر لګښت پرته او ساده ونیسي .

د یادونې ده، غزني کې دا اوولسم ځل دی چې د ودونو ګډ مراسم ترسره کېږي.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.