ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د م.م امنیت شورا له افغانستان سره د تعامل څرنګوالي په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د م.م امنیت شورا له افغانستان سره د تعامل څرنګوالي په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ

author avatar
30 Dec 2023 - 01:33
د م.م امنیت شورا له افغانستان سره د تعامل څرنګوالي په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ
author avatar
30 Dec 2023 - 01:33

[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو له خوا د افغانستان په تړاو چمتو شوی و.‌

د ملګرو ملتونو د خبرونو پر اېکس‌پاڼه کې لیکل شوي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې په ترڅ کې پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له مخې یې دغه هېواد ته د ورپېښو ننګونو د حل لپاره د نړۍوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې.»

https://x.com/UN_News_Centre/status/1740754055859974448?s=20

سرچینې زیاته کړې، د ‘خپلواکې ارزونې’ په نوم دغه پرېکړه‌لیک د امنیت شورا له ۱۵ غړو په ۱۳ موافقو رایو سره تصویب شو خو روسیې او چین ممتنع رایه ورکړه.‌

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي دفتر د مرغومي په اتمه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه پرېکړه‌لیک مسوده یې له جاپان سره په ګډه ترتیب کړې وه.

https://x.com/UAEMissionToUN/status/1740767881145569578?s=20

سرچینې زیاته کړې، په دې مصوبه کې د دې سپارښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سینیرلي اروزنه باید په عمل کې اجرا شي.

په ملګرو ملتونو کې د اماراتو د ځانګړې استازولۍ دفتر ویلي، له دغه پرېکړه‌لیکه موخه دا ده چې افغانستان په خپله او له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې و اوسي او له نړۍوالې ټولنې سره یو ځل بیا یوځای شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نن ورځې په پرېکړه‌لیک کې د افغانستان پر ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او همدارنګه د دغه هېواد د خلکو پر دوامداره ملاتړ ټینګار شوی دی.

په پرېکړه‌لیک کې بشردوستانه مرستې، د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږکیو حقونه، امنیت، ترهګري، نشه‌یي توکي، ټولنیز او اقتصادي کړکېچ، خبرې اترې او ډیالوګ، حکومتولي او د قانون حاکمیت له هغو ننګونو ګڼل شوي چې افغانستان اوس ورسره مخ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرېکړه‌لیک کې د سولې او امنیت ټینګښت په هڅو کې د ښځو د بشپړ، مساوي او معنا لرونکي ونډې پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

په پرېکړه‌لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د سرپرست حکومت له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو اساسي ازادیو ته د درناوي پر کمېدو، په ځانګړې توګه ښوونې او روزنې، اقتصادي فرصتونو، کار، عدالت او بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو د نه لاسرسي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، د روان زېږدیز کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۶۷۹ پرېکړه‌لیک کې د دغه سازمان له عمومي سرمنشي انتونیو ګوټریشه غوښتې وو چې د افغانستان د وضعیت یوه خپلواکه ارزونه وکړي او د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې اوسنیو ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې په موخه د نومبر تر ۱۷مې د یوې همغږې نړۍوالې تګلارې په اړه خپلې مشورې ورکړي.

د دې غوښتنې په ځواب کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د روان کال د اپرېل په ۲۵مه ترکي ډیپلومات فریدون هادي سينيرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي په توګه وټاکه.

سينيرلي اوغلو افغانستان ته سفر وکړ، د سرپرست حکومت له مشرانو، په بهر کې له مېشتو مشهورو افغانانو او د سیمې او نړۍ له ښکېلو هېوادونو سره د لیدنې له لارې وضعیت وارزاوه.

په دې ارزونه کې وړاندیز شوی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ تضمین لپاره باید د ټول‌شمول حکومت رامنځته کولو لپاره یو ملي بحث پیل شي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي په راپور کې د افغان مېرمنو او نجونو په اړه راپور کې د مشورو اخیستو پر مهال د سرپرست حکومت د استازو په ګډون له “هر افغان سره چې مشوره شوې” د افغان مېرمنو او نجونو مسئله د نورو په پرتله ډېره زیاته یاده شوې ده.

د اوغلو په راپور کې په نړۍوال سیستم کې د افغانستان د بیا ادغام، د حاکم حکومت له خوا د نړۍوالو مسوولیتونو منل او د بین‌الافغاني ډیالوګ پر پیلېدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.

ارزونه کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو وضعیت – په ځانګړې توګه د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه تر ټولو پراخه مسئله وه چې په دې مشورو کې مطرح شوې. ارزونه زیاتوي چې افغان ښځو او نجونو، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، د روغتیا او پوهنې چارو کارپوهانو او همدارنګه د طالبانو ګڼو استازو پر دې موضوع ټینګار کړی دی.

د افغانستان اوسني سرپرست حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته په منځنیو او لېسه ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده‌کړو منع کړې او ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او نړۍوالو ادارو او موسسو کې له کار څخه بې برخې کړې دي.

دغه راز ښځې عامه پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته له تګه منع دي.

د ملګرو ملتونو په ارزونه کې ویل شوي چې دغه محدودیتونه نه یوازې د ملګرو ملتونو په منشور یا نړۍوال قانون کې له لیکل شوو ارزښتونو سره سمون نه لري، بلکې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ثبات ته هم په ګټه نه دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې ښځو ته يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي او که وضعيت ښه شي نو د نجونو پر مخ به د ښوونځي دروازې پرانيزي.

دوی ټینګار کړی چې نور بندیزونه د دیني لارښوونو پر بنسټ وضع شوي او نړۍ باید ورته درناوی وکړي.

په ارزونه کې دا هم راغلي چې نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ چې میلیاردونه ډالره ده، د خوشې کېدو لپاره یوه حل لاره ومومي.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.
[/restrict]

Views: 417

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.