ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

31 Dec 2023 - 17:21
31 Dec 2023 - 17:21

غزني ښار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): غزني کې د څلورو لوبډلو ترمنځ کرکټ سیالۍ چې د دغه ولایت د ښاروالۍ په مالي ملاتړ  پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د غزني ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي مرستیال فضل‌احمد مدني د مرغومي په ۱۰مه د پای‌لوبې مراسمو کې وویل چې دغه سیالۍ یې د خپل کور او ښاروالۍ پاکوالي ته د خلکو پام ورګرځولو په موخه پیل کړې وې.

د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال له ښاروالۍ وغوښتل چې د کرکټ میدان لپاره ورته ځمکه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې په یادو سیالیو کې د ښاروالۍ، کډوالو ښارګوټي،  اکاډمۍ او اتلانو لوبډلو برخه اخیستې وه او یوه اونۍ یې دوام وکړ.

پکتیال وویل چې د سیالیو پای‌لوبې ته د اتلانو لوبډلې وکولای شول چې د ملي اکاډمي لوبډلې ته ماته ورکړي او د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

د هغه په وینا، د اتلانو لوبډلې د ۱۷۴ منډو هدف ټاکلی و، خو د ملي اکاډمي لوبډلې ۱۶۰ منډې وکړې او اتلانو دا لوبه د ۱۴ منډو په توپیر سره وګټله.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version