ګردېز (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د څه باندې سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.

مسوولین وايي چې د دغو کانالونو په جوړېدو به سلګونه کورونه او سلګونه جريب کرنيزه ځمکه له سېلابونو خوندي شي.

د پکتيا پېښو ته د رسېدنې ادارې ریيس مولوي نثاراحمد نجات پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوالۍ ادارې (IOM) په مشارکت او د جاپان هېواد د خلکو په مالي مرسته جوړېږي.

هغه زیاته کړه: «ياد دوه کانالونه د مرکز ګردېز اړوند په چوڼی او خطابې کليو کې جوړيږي چې شاوخوا ۱۰۵ زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي او د سيمې لسګونه کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د نوموړي په خبره، ياد کانالونه ۷۲۰ متره اوږدوالی، دوه متر لوړوالی او ۲٫۶ متره سور لري.

بل لور ته، خلک هم د يادو پروژو پيل ته خوښ دي.

د چوڼی سيمې يوه اوسېدونکي زرين پژواک ته وويل چې له دې مخکې به يې په سيمه کې د سېلابونو له امله هر کال ګڼ کورونه او سلګونه جريب کرنيز فصلونه ویجاړېدل.

خو دی وايي چې د دغو کانالونو په جوړېدو به سېلابونه مهار او خلک به له زيانه وژغورل شي.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي ثمرګل هم پژواک ته وويل چې د يادو کانالونو په جوړېدو سره به ډېر کورونه او ځمکې له تخریبه وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سېلابونو د ګردېز په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.