Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت وښود

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت د ملګرو متلونو امنیت شورا وروستی پرېکړه‌لیک رد او د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره یې مخالفت څرګند کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (جمعه، د مرغومي ۸مه) د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل ډېرولو او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د امنیت شورا په نوي پرېکړه‌لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوټریش څخه غوښتل شوي چې د هغه د ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون سينيرلي اوغلو  وړاندیزونو ته د پراختیا لپاره بل ځانګړی استازی وټاکي، په ځانګړې توګه د جنډر او بشري حقونو برخه کې.

د امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک په ۱۳ موافقو رایو سره تصویب کړ خو روسیې او چین ممتنع رایې وکارولې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د مرغومي په نهمه یوه خبرپاڼه کې پر دې ناخوښي څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د نظر له اختلاف سره سره ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه‌لیک تصویب شو چې له مخې يې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتنه شوې چې د افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی وټاکي.

سرچینې زیاته کړې، امنیت شورا د دوو دایمي غړو له لوري د ځانګړي همغږي‌کوونکي ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان له حکومت سره له مشورې پرته یاد پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان سرپرست حکومت یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي؛ ځکه ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال په کې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هېواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوه اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نږدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده هواره کړې، بلکې د پردیو نسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

سرچینې ویلي: «په داسې حال کې چې موږ د ملګرو ملتونو له خوا له افغانستان سره د لا پیاوړې او پراخې ښکېلتیا د ټولو مثبتو هڅو هرکلی کوو، زموږ کړنلاره به په نهایت کې د افغانستان د خلکو نه بدلېدونکي دیني عقایدو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي.»

بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتنه کړې چې د افغانستان اړوند هر ډول پرېکړو کې موجود واقعیتونه په نظر کې ولري او پرېکړې یې د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.