فېروزکوه (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): غور کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ یو کس د خپلې انا د وژلو په تور نیول شوی دی.
د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کس چې دوه اونۍ مخکې یې په تیوره ولسوالۍ کې خپله انا په ډزو وژلې وه، د دې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو له لوري نیولی شوی او تر پلټنو لاندې دی.
هغه وویل: «دغه کس عبدالحق نومېږي چې د تیورې ولسوالۍ د کالي کلي اوسېدونکی دی.»
نوموړي د یادې ښځې د وژنې لامل په ګوته نه کړ.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن