ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال کابل کې څه باندې ۲۳۲ زره مټریک ټنه د انګورو حاصلات راټول شوي

سږ کال کابل کې څه باندې ۲۳۲ زره مټریک ټنه د انګورو حاصلات راټول شوي

author avatar
4 Jan 2024 - 13:46
سږ کال کابل کې څه باندې ۲۳۲ زره مټریک ټنه د انګورو حاصلات راټول شوي
author avatar
4 Jan 2024 - 13:46

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په کابل کې څه باندې ۲۳۲ زره مټریک ټنه د انګور حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کابل ولایت د ولسوالیو د کرنیزو چارو مدیریت د راپور له مخې، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچینې زیاته کړې، سږ کال د ږلۍ، باران او سېلابونو نه شتون له امله د انګورو د فصل ضایعاتو سلنه کمه وه او له همدې امله له تېر کال څخه په کې زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې وزارت ویلي چې سږ کال په کابل کې د انګورو د باغونو له ۱۲ زره او ۶۱۱ هکټاره ځمکې څخه ۲۳۲ زره او ۱۷۵ مټریک ټنه انګور راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د انګورو له ۱۱ زره ۵۴۵ هکټاره باغونو څخه ۱۱۲ زره ۴۴۸ مټریک ټنه انګور راټول شوي وو.

دغه وزارت ویلي چې په مرکز او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي پرسونل په درلودلو سره هڅه کوي، څو د ښوونیزو پروګرامونو له لارې بڼوالو ته پر وخت د مرستې رسولو سره د حاصلاتو کچه نوره هم لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي وو، سږ کال د انګورو په صادراتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی او له کندهاره هند او پاکستان ته د ۱۵ میلیونه او ۴۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.

Views: 87

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.