جلالاباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور په همکارۍ د سبزيو اصلاح شوو تخمونو د توليد او تکثير مرکز جوړ شو چې ټول هېواد ته به ترې اصلاح شوي تخمونه ورکول کېږي.
دغه تحقيقاتي فارم د ننګرهار په کوز کونړ/ ښېوې ولسوالۍ کې د کانال رياست پر سل جريب ځمکه جوړ شوی چې د هلال ګروپ په نوم يوه خصوصي کرنيز شرکت پانګونه پرې کړې ده.
د ننګرهار کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل د مرغومي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوز کونړ ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې پر سل جريب ځمکه د تازه سبزيو اصلاح شوي تخم د کښت، توليد او تکثير دغه مرکز تازه فعال شوی دی.
هغه زياته کړه چې په دغه مرکز کې توليدېدونکي اصلاح شوي تخمونه به د ټول هېواد کروندګرو ته رسېږي چې له يو اړخه به د بهرنيو وارداتو مخه ونيول شي او له بل پلوه به کروندګر له بېکيفيته تخمونو خلاص شي.
د هلال ګروپ کرنيز شرکت مالي او اداري مسوول انجينر شاهولي هډهوال وايي، د سبزيجاتو تخمونه به له دې وروسته په خپل هېواد کې تولیدېږي.
دی وايي، هڅه به وکړي چې د کروندګرو له اړتيا سره سم ښه تخمونه توليد کړي او په ښه بيه يې هغوی ته وړاندې کړي.
د ياد شرکت د کرنې برخې متخصص عبدالولي وويل چې اوسمهال دوی پر سل جريبه ځمکه په ختيځو او نورو ولايتونو کې مروج د سبزيجاتو بېلابېل ډولونه کري.
هغه زياته کړه چې د دوی په اوسني مرکز کې د بېنډۍ، روميانو، فاصلې، بانجان، مرچ، پياز او نورو سبزيجاتو کرل شامل دي چې په خپل وخت سره به ترې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه شي.
د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، سږ کال يې پر اووه نيم زره جريب ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم کرلی، په دغه کار سره به د بزګرو اقتصادي حالت ښه، کرنه به ورسره میکانیزه او کورنی او ملي اقتصاد به ورسره لا ښه شي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP