کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د ملګرو متلونو مرستیال ویاند ویلي چې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د همغږيکوونکي په توګه د سینیرلي اوغلو ماموریت د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر پایه غځول شوی دی.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند سټیفان ترمبلي د جمعې په ورځ نیویارک کې یوې ناسته کې دا څرګندونې کړې دي.
د هغه په خبره، سینیرلي اوغلو به په دغه موده کې د افغانستان په اړه د ځانګړو هېوادونو استازو د دویمې ناستې له چمتووالي ملاتړ وکړي او په دې اړه به لازمې مشورې ورکړي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند د یادې ناستې کره نېټه نه ده ښودلې، خو ویلي یې دي چې دا ناسته د راتلونکو پروګرامونو او د افغانستان د خپلواکې ارزونې په اړه ترسره کېږي.
د یادونې ده چې سینیرلي اوغلو د روان کال غویي میاشت کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږيکوونکي په توګه وګومارل شو چې د افغانستان د وضعیت د اتو میاشتو راپور یې د افغانستان د راتلونکي لارې نقشې په توګه امنیت شورا ته وړاندې کړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه د سینیرلي اوغلو د وړاندیزونو او ارزونو د اجرایي کېدو په موخه یو پرېکړهلیک صادر کړ چې په ۱۳ موافقو او ۲ ممتنع رایو تصویب شو.
د دغه پرېکړهلیک له مخې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي څو د دغو ارزونو وړاندیزونو د تطبیقولو په موخه د افغانستان په چارو کې یو ځانګړی استازی وټاکي.
د امنیت شورا د دغه پرېکړهلیک په غبرګون کې د بشري حقونو ۷۰ بنسټونو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې ټینګار کړی چې دغه ارزونه له اسلامي امارت سره د تعامل د فرضیې پر اساس د یوې تګلارې له مخې چمتو شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد یو ويډیو کلېپ کې چې ملي ټلوېزیون خپور کړی، ویلي چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږيکوونکي سینیرلي اوغلو تر یوه بریده د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته ښودلي دي.
هغه په دغه ويډیو کلېپ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو همغږيکوونکی توانېدلی چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې جوړې کړي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن