Pajhwok Afghan News

کابل ښار کې چاودنې درې کسان وژلي او څلور نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د شپاړلسمې امنیتي حوزې اړوند، الوخیلو خان سېمه کې پر یوه مارسډیز موټر د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن مازدیګر شاوخوا ۳:۵۰ دقیقې د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند الوخیلو سېمه کې د لارې پر سر مارسډیز ډوله موټر پسې یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.»

هغه وایي چې په دغه چاودنه کې درې عامو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان دي.

ځداران زیاتوي چې په سېمه کې یوه مشکوک کس د امنیتي کسانو له لورې نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه شوې وه او له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وواو ۱۴ نور ټپيان وو.

Views: 243

Exit mobile version