Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین له افغانستان سره د پولیو په له منځه وړو کې همکاري کوي

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د چین نړۍوالو همکاریو پراختیایي اداره وایي چې د یوې لار نقشې په جوړولو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړو برخه کې مرسته کوي.

په چین کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د دغه هېواد د دولتي ادارې (CIDCA) د نړۍوالو همکاریو څانګې له مرستیال لي مینګ سره کتلي دي.

سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې لي مینګ په چین کې په رسمي ډول د افغانستان د سفیر د کار پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو نوی فصل یاد کړ.

نوموړي زیاته کړه، په نظر کې لري چې له راستانه شوو افغان کډوالو سره مرسته وکړي او هم غواړي له سرپرست حکومت او ځینو نورو ادارو سره په همغږۍ د یوې لار نقشې په جوړولو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړو په موخه مرستې ترسره کړي.

په دې لیدنه کې په چین کې د افغانستان سفیر بلال کریمي د یادې ادارې له لوري له کډوالو سره د نورو مرستو اراده مثبت ګام بللی دی.

کریمي زیاته کړې، په افغانستان د پولیو برخه کې د «CIDCA» ادارې مرستندویه هڅې د ستایلو دي او سفارت به په دې برخه کې د امارت له اړوندو ادارو سره لازمه همغږي وکړي.

هغه ویلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته پولیو ناروغي تر ډېره کنټرول شوې او دغه راز زیاته کړې یې ده چې د پولیو بشپړ کنټرول او په ټوله کې د روغتیا برخې ته لازمه پاملرنه په کار ده.

سرچینې ویلي، د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.