زرنج (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): نیمروز ولایت کې ځايي مسوولین ایران ته د لس ټانکره بېکیفیته تېلو له ګرځولو خبر ورکوي.
د نیمروز ولایت د نفت او ګازو د خدمتونو او وارداتو مدیر مولوي نقیبالله خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، لس ټانکره (۲۵۰ ټنه) بېکیفیته تېل د اړوندې کمیټې له لوري له څېړنې وروسته د ورېښم بندر له لارې بېرته ایران ته مسترد شول.
د هغه په خبره، په دې وروستيو کې د ولايت مقام، استخباراتو او ګمرک رياستونو، د خدمتونو او د نفت او ګازو وارداتو مدیریت، د سټنډرډ ملي ادارې او کمیسارۍ آمریتونو له استازو يوه کمېټه جوړه شوې چې د تېلو د کیفیت څېړنې مسوولیت پر غاړه لري.
د نیمروز د خدمتونو او د نفت او ګازو وارداتو مدیر له سوداګرو وغوښتل څو بېکیفیته توکي هېواد ته وارد نه کړي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن