د سټنډرډ ملي اداره: تېر کال مو د هېواد له ګمرکونو دوه زره ټانکره بېکفیته نفتي توکي مسترد کړي
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې مسوولین وایي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد نهو بندرونو ته له سل زره ټانکرو ډېر نفتي توکي وارد شوي خو دوه زره ټانکره چې بېکیفیته وو، بېرته ګرځول شوي دي.





