ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس اوسېدونکي: حکومت دې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره عملي اقدمات وکړي

د بادغیس اوسېدونکي: حکومت دې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره عملي اقدمات وکړي

author avatar
13 Jan 2024 - 19:13
د بادغیس اوسېدونکي: حکومت دې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره عملي اقدمات وکړي
author avatar
13 Jan 2024 - 19:13

بادغیس (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د بادغیس ځيني اوسېدونکو د ځمکې لاندې اوبو کمېدو له امله ‎اندېښنه ښودلې او له حکومته غواړي چې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره عملي اقدمات وکړي.

دې وروستیو کې په ټول هېواد کې په ځانګړي ډول بادغیس کې د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې چې دا د بادغیس د اوسېدونکو د اندېښنې لامل شوې او هغوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بادغیس اوسېدونکي دې ستونزې ته اندېښنه ښیي او دغه ولایت کې د باران د اوبو مهارولو غوښتنه کوي.

د بادغیس یوه اوسېدونکي سید شریف له پژواک سره خبرو کې د ځمکې لاندې اوبو کمېدو ته اندېښنه ښودلې او زیاته یې کړه چې د بادغیس په ټولو سیمو کې د اوبو کچه ډېره ټيټه شوې ده.

هغه له دولت او مسوولو بنسټونو غوښتنه وکړه څو د فصلي اوبو مهارولو او د اوبو د ډېرېدو لپاره دې اقدامات وکړي.

دغه راز، د بادغیس یو بل اوسېدونکی عبدالسمیع هم د اوبو کمېدو ته اندېښمن دی او له کورنیو غوښتنه کوي چې د ځمکې لاندې اوبو ذخیره کولو او د باران د اوبو جذبېدو په موخه دې خپلو کورونو کې ژورې څاه‌ګانې ووهي.

ورته وخت کې بادغیس کې د چارو پوهان د یادې ستونزې لامل اقلیمي بدلونون، له اوبو بدرېغه استفاده او وروستۍ وچکالۍ بولي.

 د بادغیس پوهنتون استاد معظم حقمل وایي، د دې ستونزې پایلې د اندېښنې وړ دي حکومت باید د بارانونو د اوبو مهارولو سره د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي.

نوموړی د ځمکې لاندې اوبو ډېرېدو لپاره د اورښتونو اوبو ذخیره کول اغېزناک بولي او وایي چې حکومت او مسوول بنسټونه کولای شي چې د چکډیمونو په جوړولو او له جذبي څاه‌ګانو څخه په استفادې د اورښتونو اوبه مدیریت کړي.

هغه وویل: «که د باران اوبه ذخیره شي ډېر به موثر وي، او دا د دې لامل کېږي چې د ځمکې لانډې اوبه تقویه شي، دولت باید د چکډيمونو او کوچنیو بندونو په جوړولو سره د باران اوبه ذخیره کړي.»

د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې دغه ریاست د بادغیس په قادس او ابکمري ولسوالیو کې د باران اوبو مهارولو په موخه لوی او واړه چکډيمونه جوړ کړي دي.

د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالحی منیر وایي، د دوی اداره د ټولو ولسوالیو لپاره هم پلانونه لري چې نږدې راتلونکي کې به ترسره شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان له څو کلونو راهیسې له وچکالیو سره مخ دی او په دغه هېواد کې د ځمکې لاندې اوبه په بې‌ساري ډول کمې شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.