ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی

کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی

author avatar
13 Jan 2024 - 13:42
کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی
author avatar
13 Jan 2024 - 13:42

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د لومړنیو او نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی خو د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۶ افغانۍ او د یوه لېتر ډېزلو بیه ۶۰ افغانۍ ده.

دغه راز، د کابل ښار کلوله‌پشتې سیمې یو ګازپلورونکی محمدشریف وایي چې نن لکه تېره شنبه د یو کیلو ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر ‎په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ ده، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل‌ کېږي.

د یو شمېر پرچون توکو بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېرې خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغاني، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سروزرو بیې

د کابل په تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سروزرو بیه ۳۸۵۰ افغانۍ ده.

خو نوموړی زیاتوي چې د تېرو اووه ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۲۹۵۰ څخه ۳۰۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.‎

د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو د بیو بدلون نړۍوالو بازارانو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر پېربیه ۷۱ اعشاریه ۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۱۶مه هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېدې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.