کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): کابل کې د چین سفیر د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او وایي چې هېواد یې له افغانستان سره سل میلیونه چینایي یوان مرسته کوي.
کابل کې د چین سفیر جاو شینګ نن پرخپله اېکسپاڼه ليکلي چي هېواد یې له افغانستان سره سل میلیونه چینایي یوان (څه باندې
۹۹۸ میلیونه افغانۍ) مرسته کوي.
هغه لیکلي: «هیلهمن یم چې دا مرستې به د افغانستان له خلکو سره د هغوی د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.»
د چین سفیر د جزییاتو له ورکولو پرته زياته کړې چې کابل کې يې د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي سره هم کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا يې خبرې وکړې.
جاو شینګ ویلي چې درې ورځې مخکې يې په افغانستان کې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره هم لیدلي او د افغانستان پر وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP