مزارشریف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د بلخ کروندګر وایي چې اقلیمي بدلونونو او وچکالیو په دغه ولایت کې کرنیزه برخه زیانمنه کړې او له امله د حاصلاتو کچه هم ټیټه شوې ده.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ یوه کروندګر خواجه حبیبالله چې له تېرو څلوېښتو کلونو پر بزګرۍ بوخت دی، پژواک ته وویل چې د سږ کال په شان یې په خپل ټول عمر کې وچکالي نه ده تجربه کړې.
هغه زیاتوي چې وچکالۍ سږ کال د کرنې برخه تر ډېره زیانمنه کړې او له امله یې سږ کال تر ډېره کروندګر له زیان سره مخ دي.
د بلخ یو بل کروندګر عبدالسمیع هم وایي چې د واورې او باران نه اورېدو له امله تر ډېره د کرنیزو حاصلاتو کچه ټيټه شوې او له امله یې کروندګر له ګڼو زیانونو سره مخ شوي دي.
د هغه په وینا که چېرې واورې او بارانونه وشي نو د افاتو او ناروغیو مخنیوی کوي، خو د نه اورښت له امله ډېرې کروندې له منځه ځي.
دغه راز، یو بل کروندګر ګلمحمد هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې سږ کال د باران او واورې نه اورښت کروندګر اندېښمن کړي دي.
هغه زیاتوي: «کروندګر اندېښمن دي، اوبه نشته للمې کښتونه ونشول او پاتې کښتونو ته هم اوبه نه رسېږي، خدای خبر څه به وشي.»
بلخوا د بلخ ولایت د کرنې ریاست هم د اوبو د کمښت ستونزه مني.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک ته وویل چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د تودوخې درجه لوړه ده؛ ځکه د اورښت کچه ټیټه ده.
هغه وایي: «تېرو کلونو کې د باران د اورښت کچه له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ ملي مترو رسیده خو سږ کال له بده مرغه د باران د اورښت کچه یوازې ۸ ملي متره ده.»
د یادونې ده، د بلخ ترڅنګ سږ کال پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو کې هم د اورښت کچه ټيته ده او خلک یې اندېښمن کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP