ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د اقلیمي بدلونونو له امله کرنیزه برخه زیانمنه شوې

بلخ کې د اقلیمي بدلونونو له امله کرنیزه برخه زیانمنه شوې

author avatar
15 Jan 2024 - 14:56
بلخ کې د اقلیمي بدلونونو له امله کرنیزه برخه زیانمنه شوې
author avatar
15 Jan 2024 - 14:56

مزارشریف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د بلخ کروندګر وایي چې اقلیمي بدلونونو او وچکالیو په دغه ولایت کې کرنیزه برخه زیانمنه کړې او له امله د حاصلاتو کچه هم ټیټه شوې ده.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ یوه کروندګر خواجه حبیب‌الله چې له تېرو څلوېښتو کلونو پر بزګرۍ بوخت دی، پژواک ته وویل چې د سږ کال په شان یې په خپل ټول عمر کې وچکالي نه ده تجربه کړې.

هغه زیاتوي چې وچکالۍ سږ کال د کرنې برخه تر ډېره زیانمنه کړې او له امله یې سږ کال تر ډېره کروندګر له زیان سره مخ دي.

د بلخ یو بل کروندګر عبدالسمیع هم وایي چې د واورې او باران نه اورېدو له امله تر ډېره د کرنیزو حاصلاتو کچه ټيټه شوې او له امله یې کروندګر له ګڼو زیانونو سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا که چېرې واورې او بارانونه وشي نو د افاتو او ناروغیو مخنیوی کوي، خو د نه اورښت له امله ډېرې کروندې له منځه ځي.

دغه راز، یو بل کروندګر ګل‌محمد هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې سږ کال د باران او واورې نه اورښت کروندګر اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي: «کروندګر اندېښمن دي، اوبه نشته للمې کښتونه ونشول او پاتې کښتونو ته هم اوبه نه رسېږي، خدای خبر څه به وشي.»

بلخوا د بلخ ولایت د کرنې ریاست هم د اوبو د کمښت ستونزه مني.

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک ته وویل چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د تودوخې درجه لوړه ده؛ ځکه د اورښت کچه ټیټه ده.

هغه وایي: «تېرو کلونو کې د باران د اورښت کچه له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ ملي مترو رسیده خو سږ کال له بده مرغه د باران د اورښت کچه یوازې ۸ ملي متره ده.»

د یادونې ده، د بلخ ترڅنګ سږ کال پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو کې هم د اورښت کچه ټيته ده او خلک یې اندېښمن کړي دي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.