ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار ښار اوسېدونکي: حکومت دې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره اقدام وکړي

16 Jan 2024 - 15:02
16 Jan 2024 - 15:02

مزارشریف (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي د ښار هوا له ډېرې ککړتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

د مزارشریف ښار يو اوسېدونکی ښایسته ګل وايي، په ډېر شمېر د زړو وسایطو د شتون او د حمامونو،  کارخونو او هوټلونو د لوګیو تولید له امله د ښار هوا ډېره ککړه شوې ده.

هغه زياته کړه: «هوا ډېره ککړه شوې، دوړې، خاورې او دودونه دي چې له هر ځایه راوځي، خلکو ته یې ګنې ناروغۍ پیدا کړې، له حکومته مو غوښتنه ده چې مخنیوی یې وکړي.»

دغه راز، د مزارشریف ښار يو بل اوسېدونکی جاوېد غفوري وايي، حکومت باید هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو وارداتو، د خښتو په بټیو کې د بې‌کیفته توکو سوځولو او په ښار کې د هغو نقلیه وسایطو او نورو کارخونو د فعاليت مخه ونیسي چې لوګي تولیدوي او د هوا د ککړتیا او تنفسي ناروغیو لامل کېږي.

نوموړي وويل: «د ژمي په موسم کې د یو شمېر کارخونو، د خښتو بټیو او کورونو له خوا د بېلابېلو سون‌توکو کارول، زاړه موټر او نور د مزارشریف ښار د هوا ککړتیا لاملونه دي چې د چاپېریال ساتنې اداره یې باید مخنیوي برخه کې لاس په کار شي.»

دغه راز، روغتیاپالان هم د هوا ککړتیا د موسمي ناروغیو ډېرېدو لامل بولي.

په مزارشریف ښار کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدهارون نیازی وایي، د هوا له ککړتیا سره د تنفسي ناروغیو ګواښ ډېریږي او زیاتوي چې کورنۍ باید د ژمي په موسم ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

ډاکټر نیازی زیاتوي: «ککړه هوا د ماشوم پر روغتيا ډېر بد اغېز لري؛ ځکه تنفسي ناروغۍ زیاتوي، د ماشوم بدن تازه هوا او ښه پاک چاپېریال ته اړتیا لري، نو کله چې هوا ککړه وي، بدن یې سم فعالیت نه شي کولای، له همدې امله پر تنفسي ناروغیو اخته کېږي، نو کورنیو ته په کار ده چې د هوا ککړتیا مخنیوی وکړي او خپل ماشومان پاکه هوا کې وساتي.»

بلخوا د بلخ چاپېريال‌ساتنې ادارې چارواکي وايي، هڅه کوي په مزارشریف ښار د هوا ډېرې ککړتیا مخه ونیسي.

د چاپېریال‌ساتنې رییس محمد محمدي د هوا ککړتیا لاملونه په ژمي کې له بېلابېلو سون‌توکو استفاده او نقلیه وسایطو زیاتوالی يادوي او وایي چې د مخنیوي په موخه یې د څارنې او تفتیش ډلې له لوري هڅې پیل شوې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په مزارشریف ښار کې ډېرو حمامونو ته د لوګیو تصفیې فلټرونه نصب شوي دي.

هغه د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او غوښتنه کوي چې له اړتیا پرته دې د سون‌توکو له سوځولو او نورو هغو توکو له کارولو ډډه وکړي چې د هوا ککړتیا لامل کېږي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version