ګردېز (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د پکتیا ولایتي مسوولین وایي، دریمه ورځ هم په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډيورنډ فرضي کرښه خرلاڅې دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې پاتې ده.
د خرلاڅې د کمیسارۍ مرستیال مولوي عبیده پژواک خبري اژانس ته وویل چې پاکستاني ځواکونه د باروړونکو موټرو له چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه کوي چې له امله یې یاده لار لا هم تړلې پاتې ده.
هغه وايي: «دوی دلته د پاسپورټ غوښتنه کوي، نو لاره بنده ده، په مطلق ډول بنده ده، د دوی له لوري یې هم نه را پریږدو، ناروغان هم نشي تللی.»
بلخوا د یاد ولایت د والي ویاند عبدالقدیر احمدي وايي، باروړونکو موټرو ته وخت ناوخت د تګ اجازه ورکول کېږي، خو ناروغان لاهم نشي کولای له کرښې واوړي.
هغه وايي، د لارې د تړل کېدو لامل له کرښې هغې غاړې ته په کورمه اېجنسي کې د دوه قومونو ترمنځ د جګړې شدت دی.
نوموړي وویل: «کله چې په کورمه اېجنسي کې د جګړې شدت زیات شي، نو بیا لاره بنده شي، خو وخت ناوخت باروړونکو موټرو ته اجازه ورکول کېږي خو ناروغانو ته هیڅ اجازه نشته چې لاړ شي.»
خو د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیبالله ګردېزی بیا وایي، له مرکز څخه ورته ویل شوي چې د لارې خلاصون په موخه دې له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.
هغه وویل، د خرلاڅې په ګډون نورې لارې هم د پاکستاني حکومت له خوا تړل شوې دي چې د خلاصون لپاره یې په لوړه کچه خبرو اترو ته اړتیا ده.
له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ څلور مهمې دروازې، تورخم، خرلاڅه، انګوراډه او غلامخان له تېرو درې ورځو راهیسې د پاکستان له لوري په دې دلیل تړل شوې چې پاکستان ته د اوښتونکو باروړونکو موټر چلوونکي باید د دغه هېواد ویزه ولري.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن