Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او اته نور ټپيان دي

پلخمري (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن (د مرغومی ۲۷مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه پرون د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند «کهنه قلعه» کلي کې شوې ده.

د ولسوالۍ د روغتون امر ډاکټر عبید وایي، د پېښې له ځایه د ماشومانو دوه مړي او اته ټپيان وروړل شوي دي.

د هغه په خبره، وژل شوي ماشومان نهه او لس کلن وو.

خو بلخوا بیا د امنیې قوماندانۍ مسؤولین وايي، په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او اته نور ټپيان دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.