[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د ایران ځانګړي ځواک (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې په پاکستان کې یې د ترهګرې ډلې جیشالعدل پر مرکزونو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه کړي دي.
د ایران تسنیم او صدا او سیما رسنیو د مرغومي په ۲۶مه خبر ورکړی چې دغه بریدونه د سه شنبې ورځ ناوخته شوي دي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې یاد بریدونه د پاکستان بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د جیشالعدل ډلې پر مرکزونه شوي چې د دوی په وینا، د اسرائیل ملاتړې ده.
ایران ادعا کوي چې جیشالعدل وسلهوالې ډلې د ایران په سیستان او بلوچستان او ځینو نورو سیمو په بریدونو کې لاس لري او غواړي چې ایران نا امنه کړي.
د پاکستان ځینو رسنیو خبر ورکړی چې دغه بریدونه د استوګنې پر سیمو شوي خو د مرګژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر دغو بریدونو سخت غبرګون ښودلی او په اسلاماباد کې یې د ایران سفیر احضار کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه هېووادونه ډیپلوماتیکي او سفارتي چینلونه لري او دا ستونزه یې باید د خبرو اترو له لارې هواره کړې وای.
سرچینې زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ملکي وګړي ټپیان دي خو ایراني رسنیو د مرګژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
بریدونه په داسې حال کې شوي چې دوه ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي اسلاماباد ته د سفر پر مهال د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي وو.
دغه راز د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ په سویس کې د نړۍوال اقتصادي فورم ناسته کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عبدالهیان سره لیدلي دي.
د یادونې ده، ایران پرون پر عراق او سوریې هم ورته بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې هلته یې د داعش مرکزونه له منځه وړي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP