Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلام‌اباد او تهران ناندرۍ؛ پاکستان له ایران سره سفارتي اړیکې ختمې کړې

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): وروسته له هغه چې ایران پاکستان کې د وسله‌والې ډلې «جیش العدل» مرکزونه په توغندویو او بې‌پیلوټه هوایي بریدونو کې ووېشتل د دواړو هېوادونو اړیکې کړکېچنې شوې دي.

پرون د ایران ځانګړي ځواک (سپاه پاسداران) اعلان وکړ چې پاکستان کې یې د «ترهګرې ډلې» جیش‌‌العدل پر مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه کړي دي.

د ایران تسنیم او صدا او سیما رسنیو د مرغومي په ۲۶مه خبر ورکړی چې دغه بریدونه د سه‌شنبې ورځ ناوخته شوي دي.

ایران ادعا کوي چې جیش‌العدل وسله‌والې ډلې د ایران په سیستان او بلوچستان او ځینو نورو سیمو کې په بریدونو کې لاس لري او غواړي چې ایران نا امنه کړي.

د پاکستان ځینو رسنیو خبر ورکړی چې دغه بریدونه د استوګنې پر سیمو شوي خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر دغو بریدونو سخت غبرګون ښودلی او په اسلام‌اباد کې یې د ایران سفیر احضار کړی و، هغوی ویلي چې په دغو بریدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د مرغومي په ۲۷مه، په اسلام‌اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې دوی له تهرانه خپل سفیر غوښتی او له اسلام‌اباده یې د ایران سفیر ته د وتلو امر کړی دی.

هغې زیاته کړې چې د ایران له لوري د پاکستان له خپلواکۍ څخه سرغړونه د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف دی او دا غیرقانوني کړنه په هیڅ توګه د منلو وړ نه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې د ایران د دغه غیرقانوني اقدام د ځواب ورکولو مکمل حق لري او د ناوړه پایلو مسوولیت به یې د ایران پر غاړه وي او په دې اړه یې پیغام د ایران حکومت ته استولی دی.

دې زیاته کړه چې دوی له تهرانه خپل سفیر بېرته غوښتی او د ایران سفیر چې اوس پخپل وطن کې دی، ورته ویل شوي چې بېرته دې نه راځي.

د یوه بل خبر له مخې، د پاکستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو نن په دې اړه ټیلېفوني خبرې کړې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه برید په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

د یادونې ده، ایران دوه ورځې مخکې پر عراق او سوریې هم ورته بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې هلته یې د داعش مرکزونه له منځه وړي دي.

امریکا پر پاکستان برید غندلی او چین له پاکستان او ایران غوښتي دي چې له تحمل څخه کار واخلي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.