کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې ۳۱۹ افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې (IRCC) تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال له پاکستانه په یوه چارټر الوتکه کې د دغه هېواد وینکوور ښارته لېږدول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، کاناډا د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې وړمه ورځ هم له پاکستانه په یوه چارټر الوتکه کې د ۳۱۴ افغان کډوالو د لېږد خبر ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP