Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراق کې پر امریکایي پوځي اډې برید کې دوه سرتېري ټپیان شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰): د امریکا وسله‌والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې عراق کې یې پر یوې پوځي اډې توغندویز برید کې یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران پلوه وسله‌والو له خوا دغه برید د عراق په لوېدیځ کې د عین‌الاسد پر نظامي اډې چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په کې دیره دي، شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د دې نظامي اډې هوایي دفاعي سیسټم ګڼ شمېر سرګلولې شنډې کړې خو ځیني یې چې شمېر یې نه دی معلوم، په اډه کې دننه لګېدلې دي.

د مرکزي قوماندانۍ اعلامیې کې ویل شوي: «د یو شمېر امریکایي پرسونل ارزونه روانه ده چې معلومه شي ذهني ټکان یې لیدلی که نه؛ لږ تر لږه د عراق یو سرتېری ټپي شوی.»

بلخوا د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي چې په دغه برید کې یو امریکایي او یو عراقي عکسر ژوبل شوي دي.

د دې شورا ویاند ویلي چې دوی دغه برید جدي ګڼلی او ډېر ژر به یې جواب ورکړل شي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.