جلالاباد (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس وايي، په دغه ولايت کې د وچکالۍ د مخنيوي او د ځمکو خړوبولو په موخه په ټولو ولسوالیو کې د ۶۶ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو ذخيره کولو چکډیمونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد دا څرګندونې نن (د سلواغې ۳مه) د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه د دغه کنفرانس پرمهال د خپل ریاست د روان کال د تېرو میاشتو د کړنو او د راتلونکي کال د پلانونو په تړاو له رسنيو سره معلومات شريک کړل.
هغه وويل، پلان يې جوړ کړی چې د اوبو ذخيره کولو، د وچکالۍ مخنيوي او د ځمکو خړوبولو په موخه په نږدې وختونو کې د ۶۶ میليون افغانيو په لګښت ټولو ولسواليو کې د اوبو ذخيره کولو چکډېمونه جوړ شي.
د کرنې رييس وويل، په ۲۲ ولسوالیو کې ۱۰۵ زره او ۶۹۹ بزګرانو ته د مسلکي کسانو له لوري عامه پوهاوی او ۳۰ زره او ۸۹۰ مستحقو بزګرانو ته ۴۵۰۹ مټریک ټنه د غنو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شوي او د حکومت په بودجې د دوه ميليونه ۲۴۹ زره او ۲۵۰ افغانیو په لګښت په ۸ ولسوالیو کې ۲۵ جریبه د ستروسو، خرما او موتیاګل نمایشي قطعې جوړې شوې دي.
هغه دا هم وويل، د کرنې ریاست له طبیعي زېرمو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره په ننګرهار کې ۳۰۰ زره تراسونه او ۳۱ د اوبو ذخیرې، سربندونه او۵۰ کیلومتره کانالونو پاککاري ترسره کړې چې په کې شلو زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د کرنې رييس په وينا، د چاپېریال د ښې ساتنې او اقتصادي پیاوړتیا په موخه يې ۲۶۴ زره مثمر او غیرمثمر او زینتي نیالګي او بوټي خلکو ته وېشلي، په مختلفو دولتي قوریو او فارمونو کې یې لسګونو زرو په شاوخوا کې ډول ډول مثمر او غیرمثمر نیالګي او بوټي د راتلونکي کال لپاره اماده کړي.
د کرنې رييس د خپلو فعاليتونو په دوام وويل چې د مالدارۍ په برخه کې يې مالدارانو لپاره د پام وړ او ګټورو برنامو له لارې ۲۶۰۰ بې وزلو کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه هم جوړ کړي او ۴۰۰ زره حیواناتو ته يې مختلف واکسینونه تطبیق کړي.
هغه زياته کړه چې دې ادارې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ هم روانه کړې چې تر اوسه يې ۹۸ زره او ۵۱۴ جريبه ځمکه له غصب خلاصه کړې ده.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن