ترینکوټ (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲):، د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۸ میلیون افغانۍ په لګښت د اوو چکډیمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د یادې پروژې پرانیستې پرمهال مسوولینو وویل، د رییسالوزرا د ځانګړي حکم پر اساس اروزګان کې اووه چکډیمونه منظور شوي دي.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان وایي، د باران د اوبو مهارولو لپاره دا منظور شوي چکډيمونه به یو په مرکز او شپږ په ولسوالیو کې جوړ شي.
هغه زیاته کړه، دا پروژه د ولسونو په خوښه پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه زره جریب ځمکه خړوبه شي.
د اروزګان د کرنې ریاست ویاند مولوي عبدالمنان فاروقي وویل، د ۱۸ میلیون افغانۍ په لګښت د یادې پروژې مالي لګښت د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي.
هغه زیاتوي، د یو کال په موده کې د دغو اوو چکډیمونو رغنیزو چارو کې به په ورځنۍ توګه لسګونو کسانو ته کاري زمینه برابره شي.
د اروزګان خلک خوشحاله دي چې سیمه کې یې د اوبو مهارولو لپاره چکډیمونه جوړېږي.
د اروزګان چنارتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالسلام وویل، پرله پسې وچکالیو او د اوبو کچې ټيټوالی د دې لامل شوی چې د خلکو کرنیزې ځمکې شاړې شي.
هغه په سیمه کې د تازه جوړېدونکي چکډیم د پروژې چارو خوشحاله کړی او هیله لري چې په دې سره به د اورښتونو اوبه مهار شي او دوی به ورڅخه ګټه واخلي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن