ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابلوف: روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابلوف: روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه غونډه کوي

author avatar
23 Jan 2024 - 14:13
کابلوف: روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه غونډه کوي
author avatar
23 Jan 2024 - 14:13

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه روسيه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه یوه ‎غونډه جوړوي.‎

دغه څرګندونې پرون (دوشنبې) ناوخته ټاس خبري اژانس ‎د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلې دي.

کابلوف زیاته کړې چې د یوه ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت سره تعامل، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مبارزه به د دې غوندې اجنډا وي.

هغه څرګنده کړې: «دغه ناسته د چمتو کېدو په حال کې ده، دغه غونډه به کېږي چې نېټه او ځای به یې وروسته اعلان شي.»

کابلوف دغه راز ویلي: «هیله‌مندي شته چې دغه غونډه ښايي د جنوري میاشتې له پای ته رسېدو مخکې وشي.»

هغه ټینګار کړی چې د ایران او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې به د دې ناستې لپاره پر چمتووالي هیڅ اغېز ونه کړي.

کابلوف په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «نه، داسې اندېښنې نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۲۷مه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرې رافایلا یودیچه هم د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره لیدنه کې د افغانستان په تړاو په دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې وې.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.