کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د دغه ولایت له مرکز کندهار ښاره یې څه باندې ۳۰۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان ټول کړي او په دارالایتام کې یې د اوسېدو او زدهکړو زمینه ورته برابره کړې ده.
د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مالي چارو امر مولوي بختمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د یو شمېر بېسرپرسته ماشومانو کورنیو ته په میاشتني ډول خوراکي توکي هم ورکوي.
د هغه په وینا، اوسمهال ورسره په یاد دارالایتام کې ۳۲۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان ثبت دي چې د زدهکړو او روغتیایي خدماتو زمینه هم ورته برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «موږ له ښار څخه ډېر هغه ماشومان راټول کړي چې پلار یا مور نه لري، دوی ته په دارالایتام کې د زدهکړې ترڅنګ ټول امکانات برابر شوي او همدلته اوسېږي.»
ورته وخت کې د دغه دارالایتام مسوول مولوي اللهنظر ابواحسان وایي، داسې ماشومان هم ورسره اوسېږي چې کورنۍ یې نه دي معلومې.
هغه وایي: «زموږ سره دلته د کندهار ترڅنګ د نورو جنوبي ولایتونو یتیمان هم شته، ۲۵ یا ۳۰ تنه داسي دي چې کورنۍ یې نه دي معلومې، خو موږ دلته ټولو ته هر ډول د عصري او دیني زدهکړو امکانات برابر کړي دي.»
د دغو ماشومانو له ډلې یو هم مطیعالله دی چې څلور کاله وړاندې یې پلار د جګړو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.
نوموړی وایي: «زما پلار د کور سره اوبه لګولې چې په جنګ کې شهید شو، یو کال کېږي چې ماما مې دلته را استولی یم، دلته مې ښه درس زده کېږي او د نورو ټولو زدهکوونکو سره مې ښه وخت تېریږي.»
یو بل یتیم زدهکوونکی اسدالله هم وایي، دارالایتام کې په زدهکړو کولو خوښ دی او هیله لري چې لوړې زدهکړې هم وکړي.
هغه وايي: «تر مخه به هسې ګرځېدم، د اکا سره مې کار کوو، بیا هغه دارالایتام ته راوستلم، نو زه غواړم چې زدهکړې وکړم او په راتلونکې کې انجنیر له ځانه جوړ کړم.»
یاد ماشومان شکایت کوي چې د لوبو لپاره مناسب ځای نه لري.
د یادونې ده، سرپرست حکومت څه موده وړاندې پلازمېنه کې هم د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو د ټولولو لړۍ پيل کړې وه.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن