ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کونړ کې دې د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي»

«کونړ کې دې د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي»

author avatar
25 Jan 2024 - 14:23
«کونړ کې دې د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي»
author avatar
25 Jan 2024 - 14:23

اسعداباد (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): کونړ کې د کرکټ یو شمېر لوبغاړي او مینه‌وال وايي چې په دغه ولایت کې د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره د پام وړ کار نه دی شوی او د کرکټ لوبې لا هم په غیرمعیاري لوبغالو کې ترسره کېږي.

د اسعداباد ښار اوسېدونکی او د کرهالې کرکټ کلب یوه لوبغاړي عصمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د معیاري لوبغالو او نورو اسانتیاوو نشتوالي په دغه ولایت کې د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ مخه نیولې ده.

نوموړي وویل: «په مرکز اسعداباد کې د کرکټ لپاره یو لوبغالی لرو چې په ډېر ښه موقعیت کې دی، خو معیاري نه دی، نه د نندارچیانو لپاره مناسب ځای لري، نه مېلمستون لري او نه یې هم پراخوالی د کرکټ له نړۍوالو اصولو سره برابر دی.»

د هغه په خبره، د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې د کرکټ لوبغاړي او مینه‌وال ډېر دي خو بیا هم پاملرنه ورته نه ده شوې.

ورته مهال، د کونړ ولایتي لوبډلې لوبغاړی نثار صافی وایي، د کرکټ بورډ پخوانیو او اوسنیو چارواکو ورسره په ځلونو د معیاري لوبغالي جوړولو ژمنې کړې، خو زیاتوي چې لا هم په دې برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

هغه وویل: «زموږ د کرکټ مرکزي لوبغالی چې په اسعداباد منډه‌کول ساحه کې موقعیت لري، معیاري نه دی؛ د میدان کوچنیوالي له امله ډېر ځلې د لوبې پر مهال ډګرساتونکي د لوبغالي ترڅنګ له جوړو شوو کټارو سره ټکر کېږي چې کله ناکله په کې لوبغاړي هم ژوبلیږي.»

هغه د کرکټ بورډ له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د معیاري لوبغالي جوړولو ترڅنګ د کرکټ پراختیا لپاره هم کار وکړي.

دغه راز د کونړ کرکټ بورډ پخوانی ولایتي مسوول او د کرکټ لوبې مبصر قیام خیام وایي، کرکټ بورډ تل له کونړ سره د مور او میرې چلند کوي او زیاتوي چې تر اوسه یې د دغه ولایت د کرکټ پرمختګ لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

نوموړي وویل: «کونړ د هېواد په کچه د کرکټ لپاره غوره او مناسبه هوا لري، د اسعداباد مرکزي لوبغالی که په معیاري توګه جوړ شي، نو نه یوازې د ولایت په کچه سیالیو لپاره به مناسب وي، بلکې د ملي او نړۍوالو لوبو لپاره به هم تر ټولو مناسب لوبغالی وي.»

هغه وایي، د افغانستان کرکټ بورډ ته په ‌کار دي چې د اسعداباد کرکټ مرکزي لوبغالي جوړېدو ته پاملرنه ډېره کړي.

بل لور ته، په کونړ کې د کرکټ بورډ ولایتي استازی عطاالرحمن ساپی بیا وایي، د لوبغالي ستونزه یې له مرکزي دفتر سره شریکه کړې او هیله‌من دی، په نږدې راتلونکي کې به یې د معیاري کېدو عملي چارې پیل شي.

هغه وویل: «زموږ د مرکزي لوبغالي پراخوالی د کرکټ له معیارونو سره برابر نه دی؛ د نندارچیانو لپاره مناسب ځای نشته، مېلمستون هم نه لرو چې د ولایتي لوبو پر مهال په کې لوبغاړي پاتې شي، دا هر څه مو له مرکزي دفتر سره شریک کړي او تمه شته چې د حل لپاره یې ګامونه اوچت شي.»

ورته مهال، د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات هم له پژواک سره خبرو کې وویل چې په راتلونکي کال کې به د کونړ کرکټ مرکزي لوبغالی په معیاري ډول ورغوي.

کونړ د هېواد له هغو ولایتونو دی چې د کرکټ ډېر لوبغاړي او مینه‌وال لري او اوس‌مهال له دغه ولایته یو شمېر لوبغاړي د افغانستان په ملي او نوولس کلنو ملي لوبډلو کې لوبېږي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.