ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې یو شمېر خلک د سون‌لرګیو بیو له لوړېدو شکایت کوي

25 Jan 2024 - 11:52
25 Jan 2024 - 11:52

پژواک (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر کال په پرتله د لرګیو بیې لوړې شوې او دوی يې د پېرلو وس نه لري.

د دې موضوع په اړه د پکتیا د مرکز ګردېز یوه اوسېدونکي فیض‌الله پژواک ته وویل، د تېر کال په پرتله د لرګیو بيې لوړې شوې خو د ده په ګډون ډ‌ېر خلک یې د اخیستلو توان نه لري.

هغه زیاته کړه: «تېر کال یو خروار لرګي په ۶۰۰۰ افغانیو خرڅېدل خو اوس يې قیمت اتو زرو افغانیو ته لوړ شوی چې زه او ډېر نور کسان یې نه شو اخیستلای.»

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې حکومت له غره د لرګیو پر راوړو بندیز لګولی نو ځکه یې نرخونه هم لوړ شوي دي.

دغه راز د ګردېز یو بل اوسېدونکی یوسف هم د لرګیو بيې لوړېدو ته اندېښمن دی او وايي چې حکومت باید د خلکو دغه ستونزه هواره کړي.

هغه وايي: «دلته یخني زیاته ده، د نورو کلونو په پرتله لرګي ډېر قیمته دي، زه دلته ګردېز کې د لرګیو عمومي اډې ته راغلی یم چې د کور لپاره یو څه واخلم، حتا هغه لرګي چې تېر کال په پنځه زره افغانۍ وو، اوس هغه تر اووه اته زره افغانیو رسېدلي، نو یو غریب سړی نه شي کولی لرګي واخلي.»

دغه راز د ګردېز د سون لرګیو اډه کې د لرګیو یوه پلورونکي معلم‌جان هم پژواک ته وویل چې د لرګیو نرخونه لوړ شوي او خلک یې د پېرلو وس نه لري.

هغه زیاته کړه: «له کله چې له غرونو د لرګیو پر راوړلو بندیز لګول شوی، قیمت یې لوړ شوی نو زیات بې‌وزله خلک اړ دي چې د کورونو ګرمولو لپاره کاغذونه وسوځوي؛ ځکه لرګي نه ورته رسېږي. بل دا چې په غرونو کې پراته خلک هم سخت له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه هغوی ورځنۍ اړتیاوې د لرګیو خرڅولو له لارې پوره کوي خو هغه اوس بند دي او بل زموږ کاروبار هم خراب شوی دی.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ژمي په دې سړه هوا کې یاده ستونزه حل کړي.

خو بل لور ته د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین پژواک ته وویل چې د یادې ستونزې د حل په موخه د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ ۱۰ زره ټنه د ډبرو سکاره مرکز ګردېز ته انتقال شوي دي.

هغه زیاتوي: «د کانونو او معادن ریاست په همغږۍ مو یو ترتیب برابر کړ او د پکتیا لپاره مو د لس زره ټنه ډبرو سکرو راوړلو قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره وکړ چې قراردادي شرکت د ډبرو سکاره رارسولي او في ټن به هر کس ته په ۹۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې تر ډېره به دغه مشکل حل شي.»

د یادونې ده، پکتیا د افغانستان د هغو ولایتونو له ډلې دی چې هر کال د ژمي په موسم کې ترې سون لرګي پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته وړل کېږي.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version