Pajhwok Afghan News

بغلان کې د فوټسال لس ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

پلخمري (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲) بغلان کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې، د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان بدني روزنې او ورزش امر قاري امیرمحمد امیري  د سلواغې په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل د دغه ولایت د فوټسال کمېټې له لوري د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د سیالیو پای‌لوبه تېر ماښام کهکشان لوبډلې وګټله.

هغه وایي، د «ژمنی جام» په نوم دغه سیالۍ لس ورځې وړاندې پیل شوې وې.

بلخوا، د بغلان د فوټسال کمېټې مسوول عبدالحق له اسلامي امارته غواړي چې په دغه ولایت کې دې د لوبو او ورزش برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي وايي، پلخمري کې یوازې یو دولتي لوبغالی دی چې د دوی ته د سیالیو پر مهال په واک کې ورکول کېږي.

د هغه په خبره، که نور لوبغالي هم جوړ او له لوبغاړو سره مرسته وشي، په دغه ولایت کې به ورزش وده وکړي او ګڼ شمېر نور ځوانان به هم لوبو ته مخه کړي.

Views: 18

Exit mobile version