جلالاباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د روغتيا نړۍوال سازمان له لوري د ننګرهار له اوو روغتونونو سره د ۲۷۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه.
دغه روغتيايي وسايل نن (د سلواغې ۱۰مه) د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د ننګرهار روغتيا رياست ته وسپارل شول چې په نږدې ورځو کې به اړوند روغتونونو ته ولېږدول شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مولوي امينالله شريف د دغو وسايلو تسلیمولو مراسمو کې وويل، د روغتيا نړۍوال سازمان (WHO) له لوري د ننګرهار له اوو روغتونونو سره د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په موخه د ۲۷۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د روغتيايي وسايلو مرسته وشوه.
هغه وايي، په يادو وسايلو کې د الټراساونډ، اېکسري او انستيزي ماشينونه، د جراحۍ کېټونه، د لابراتوار او ويني بانک لپاره يخچالونه او نور توکي شامل دي.
هغه زياته کړه چې دغه روغتيايي وسايل به د جلالاباد حوزوي، د پوهنتون تدريسي، بيبي فاطمةالزهرا ولايتي، انتاني، د کامې، روداتو او تورخم ايمرجنسي روغتونونو ته ورکړل شي.
نوموړي زياته کړه: «موږ د روغتيا له نړۍوال سازمانه مننه کوو، خوشاله يو چې د دغو وسايلو په استعمال سره په دغو روغتونونو کې روغتيايي خدمات پراخ او شته ستونزې به حل شي.
د روغتيا نړۍوال سازمان يو له هغو نړۍوالو مرستندويه ادارو دی چې په افغانستان کې د عامه روغتيايي خدمتونو برخه کې مرستې کوي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن