لښکرګاه (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي، خو ځایي مسوولین بیا وايي چې هڅه کوي نوي مرکزونه پرانیزي.
د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ټول هلمند په کچه د برېښنایي تذکرو د وېش یوازې دوه مرکزونه فعالیت لري چې د غوښتونکو شمېر ډېر دی او ټولو ته رسېدنه نشي کولای.
د سنګین ولسوالۍ یو اوسېدونکی صدیقالله چې لښکرګاه ښار ته د برېښنایې تذکرې ترلاسه کولو په موخه راغلی، وایي چې حکومت دې په ولسوالیو کې هم دغه ډول مرکزونه فعال کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ له لرې ولسوالۍ څخه هر ځل چې راځو ۱۱ سوه افغانۍ موټر کرایه ورکوو او د دې ترڅنګ له فورمې ډکولو سره په یوه تذکره ۶۰۰ افغانۍ راڅخه اخیستل کېږي، که چېرې په ولسوالیو کې یې مرکزونه زیات شي، خلک به د موټرو له کرایو څخه خلاص شي او هلته به خپلې تذکرې په اسانۍ سره ترلاسه کړي.»
هغه زیاتوي، په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده او زیاتوي چې اړ دي، د یوې پېژندپاڼې ترلاسه کولو لپاره اووه میاشتې انتظار وکړي.
د حضرت صدیق په نوم یو بل کس چې له مارجې ولسوالۍ د برېښنایي تذکرې ترلاسه کولو لپاره لښکرګاه ته راغلی، وايي، څلور میاشتې کېږي چې نوبت اخیستلو ته منتظر دی.
نوموړي وویل: «دلته بیخي د خلکو بیروبار زیات دی، خلکو ته نوبت نه رسېږي، د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي دلته په ښار کې په هوټلونو کې شپې کوي او بل د پېژندپاڼو بیې هم ۶۰۰ افغانیو ته رسېدلي، دا ډېره غټه ستونزه ده.»
هغه غوښتنه کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو بېې دې راټيټې او په ولسوالیو کې دې هم ورته د وېش مرکزونه جوړ شي.
ورته وخت کې د موسیکلا ولسوالۍ اوسېدونکی احمد وایي: «یوه اونۍ کېږي چې د خپل نوم ثبتولو لپاره راغلی یم، خو له څو اونیو راهیسي نه یم توانېدلی چې نوم ثبت کړم.»
له دې سره هلمند کې د احصایي او معلوماتو ادارې مشر حافظمحمد رباني وايي، د برېښنایي تذکرو د اخیستلو برخه کې یې د دغه ولایت د خلکو ستونزې درک کړي او زیاتوي، هڅه یې پیل کړي چې د مرکز په ګډون په موسیکلا ولسوالۍ کې هم د تذکرو د وېش یو – یو مرکز جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي: «د خلکو بیروبار ډېر دی، خو زما غوښتنه دا ده چې خلک له حوصلې کار واخلي او نوبت مراعت کړي، موږ هڅه کوو چې په ولسوالیو کې هم برېښنایي پېژندپاڼو لپاره مرکزونه پرانیزو، په لښګرګاه او موسیکلا ولسوالۍ کې د یوه – یوه مرکز د جوړېدو منظوري راغلې ده.»
د دغه ولایت اوسېدونکي په داسې حال د نوو مرکزونو جوړېدو غوښتنه او د تذکرو د ترلاسه کولو په پروسه کې له شته ستونزو شکایت کوي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۱۲ میلیون کسانو برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن