کابینې د برېښنایي پېژندپاڼو بیه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه کړه
د اسلامي امارت کابینې د دې ترڅنګ چې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د میاشتنۍ نغدي مرستې طرحه تصویب کړه، د برېښنایي پېژندپاڼو بیه له ۳۰۰ افغانیو ۵۰۰ افغانیو ته لوړه کړه.





